Quran with Pushto translation - Surah Al-Ahzab ayat 53 - الأحزَاب - Page - Juz 22
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَدۡخُلُواْ بُيُوتَ ٱلنَّبِيِّ إِلَّآ أَن يُؤۡذَنَ لَكُمۡ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيۡرَ نَٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَٰكِنۡ إِذَا دُعِيتُمۡ فَٱدۡخُلُواْ فَإِذَا طَعِمۡتُمۡ فَٱنتَشِرُواْ وَلَا مُسۡتَـٔۡنِسِينَ لِحَدِيثٍۚ إِنَّ ذَٰلِكُمۡ كَانَ يُؤۡذِي ٱلنَّبِيَّ فَيَسۡتَحۡيِۦ مِنكُمۡۖ وَٱللَّهُ لَا يَسۡتَحۡيِۦ مِنَ ٱلۡحَقِّۚ وَإِذَا سَأَلۡتُمُوهُنَّ مَتَٰعٗا فَسۡـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٖۚ ذَٰلِكُمۡ أَطۡهَرُ لِقُلُوبِكُمۡ وَقُلُوبِهِنَّۚ وَمَا كَانَ لَكُمۡ أَن تُؤۡذُواْ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓاْ أَزۡوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعۡدِهِۦٓ أَبَدًاۚ إِنَّ ذَٰلِكُمۡ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا ﴾
[الأحزَاب: 53]
﴿ياأيها الذين آمنوا لا تدخلوا بيوت النبي إلا أن يؤذن لكم إلى﴾ [الأحزَاب: 53]
Zakaria Abulsalam اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي او كله چې تاسو له دغو(پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى |