Quran with Pushto translation - Surah An-Nisa’ ayat 90 - النِّسَاء - Page - Juz 5
﴿إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوۡ جَآءُوكُمۡ حَصِرَتۡ صُدُورُهُمۡ أَن يُقَٰتِلُوكُمۡ أَوۡ يُقَٰتِلُواْ قَوۡمَهُمۡۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمۡ عَلَيۡكُمۡ فَلَقَٰتَلُوكُمۡۚ فَإِنِ ٱعۡتَزَلُوكُمۡ فَلَمۡ يُقَٰتِلُوكُمۡ وَأَلۡقَوۡاْ إِلَيۡكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ سَبِيلٗا ﴾
[النِّسَاء: 90]
﴿إلا الذين يصلون إلى قوم بينكم وبينهم ميثاق أو جاءوكم حصرت صدورهم﴾ [النِّسَاء: 90]
Zakaria Abulsalam مګر هغه كسان چې له داسې قوم سره پیوند(تعلق) لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نو له تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره پر دوى باندې هېڅ لار نه ده ګرځولې |