Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 18 - المَائدة - Page - Juz 6
﴿وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ وَٱلنَّصَٰرَىٰ نَحۡنُ أَبۡنَٰٓؤُاْ ٱللَّهِ وَأَحِبَّٰٓؤُهُۥۚ قُلۡ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُمۖ بَلۡ أَنتُم بَشَرٞ مِّمَّنۡ خَلَقَۚ يَغۡفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُۚ وَلِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَاۖ وَإِلَيۡهِ ٱلۡمَصِيرُ ﴾
[المَائدة: 18]
﴿وقالت اليهود والنصارى نحن أبناء الله وأحباؤه قل فلم يعذبكم بذنوبكم بل﴾ [المَائدة: 18]
Zakaria Abulsalam او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه چې چا ته وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي |