Quran with Pushto translation - Surah Al-Ma’idah ayat 95 - المَائدة - Page - Juz 7
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَقۡتُلُواْ ٱلصَّيۡدَ وَأَنتُمۡ حُرُمٞۚ وَمَن قَتَلَهُۥ مِنكُم مُّتَعَمِّدٗا فَجَزَآءٞ مِّثۡلُ مَا قَتَلَ مِنَ ٱلنَّعَمِ يَحۡكُمُ بِهِۦ ذَوَا عَدۡلٖ مِّنكُمۡ هَدۡيَۢا بَٰلِغَ ٱلۡكَعۡبَةِ أَوۡ كَفَّٰرَةٞ طَعَامُ مَسَٰكِينَ أَوۡ عَدۡلُ ذَٰلِكَ صِيَامٗا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمۡرِهِۦۗ عَفَا ٱللَّهُ عَمَّا سَلَفَۚ وَمَنۡ عَادَ فَيَنتَقِمُ ٱللَّهُ مِنۡهُۚ وَٱللَّهُ عَزِيزٞ ذُو ٱنتِقَامٍ ﴾
[المَائدة: 95]
﴿ياأيها الذين آمنوا لا تقتلوا الصيد وأنتم حرم ومن قتله منكم متعمدا﴾ [المَائدة: 95]
Zakaria Abulsalam اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا او عَمْدًا قتل كړ، نو (پر هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده پر ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى |