Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 34 - الأنعَام - Page - Juz 7
﴿وَلَقَدۡ كُذِّبَتۡ رُسُلٞ مِّن قَبۡلِكَ فَصَبَرُواْ عَلَىٰ مَا كُذِّبُواْ وَأُوذُواْ حَتَّىٰٓ أَتَىٰهُمۡ نَصۡرُنَاۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِ ٱللَّهِۚ وَلَقَدۡ جَآءَكَ مِن نَّبَإِيْ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴾
[الأنعَام: 34]
﴿ولقد كذبت رسل من قبلك فصبروا على ما كذبوا وأوذوا حتى أتاهم﴾ [الأنعَام: 34]
Zakaria Abulsalam او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه خو راغلي دي |