Quran with Pushto translation - Surah Al-A‘raf ayat 38 - الأعرَاف - Page - Juz 8
﴿قَالَ ٱدۡخُلُواْ فِيٓ أُمَمٖ قَدۡ خَلَتۡ مِن قَبۡلِكُم مِّنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِ فِي ٱلنَّارِۖ كُلَّمَا دَخَلَتۡ أُمَّةٞ لَّعَنَتۡ أُخۡتَهَاۖ حَتَّىٰٓ إِذَا ٱدَّارَكُواْ فِيهَا جَمِيعٗا قَالَتۡ أُخۡرَىٰهُمۡ لِأُولَىٰهُمۡ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ أَضَلُّونَا فَـَٔاتِهِمۡ عَذَابٗا ضِعۡفٗا مِّنَ ٱلنَّارِۖ قَالَ لِكُلّٖ ضِعۡفٞ وَلَٰكِن لَّا تَعۡلَمُونَ ﴾
[الأعرَاف: 38]
﴿قال ادخلوا في أمم قد خلت من قبلكم من الجن والإنس في﴾ [الأعرَاف: 38]
Zakaria Abulsalam (ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دغه هغه كسان دي، چې مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ |