Quran with Pushto translation - Surah At-Taubah ayat 37 - التوبَة - Page - Juz 10
﴿إِنَّمَا ٱلنَّسِيٓءُ زِيَادَةٞ فِي ٱلۡكُفۡرِۖ يُضَلُّ بِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُحِلُّونَهُۥ عَامٗا وَيُحَرِّمُونَهُۥ عَامٗا لِّيُوَاطِـُٔواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُۚ زُيِّنَ لَهُمۡ سُوٓءُ أَعۡمَٰلِهِمۡۗ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡكَٰفِرِينَ ﴾
[التوبَة: 37]
﴿إنما النسيء زيادة في الكفر يضل به الذين كفروا يحلونه عاما ويحرمونه﴾ [التوبَة: 37]
Zakaria Abulsalam اصل خبره دا ده چې تاخیر كول (د یوې میاشتې حرمت بلې میاشتې ته وروسته كول) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل ناكاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي |