Quran with Pushto translation - Surah al-‘Imran ayat 49 - آل عِمران - Page - Juz 3
﴿وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَنِّي قَدۡ جِئۡتُكُم بِـَٔايَةٖ مِّن رَّبِّكُمۡ أَنِّيٓ أَخۡلُقُ لَكُم مِّنَ ٱلطِّينِ كَهَيۡـَٔةِ ٱلطَّيۡرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيۡرَۢا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۖ وَأُبۡرِئُ ٱلۡأَكۡمَهَ وَٱلۡأَبۡرَصَ وَأُحۡيِ ٱلۡمَوۡتَىٰ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأۡكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗ لَّكُمۡ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ ﴾
[آل عِمران: 49]
﴿ورسولا إلى بني إسرائيل أني قد جئتكم بآية من ربكم أني أخلق﴾ [آل عِمران: 49]
Zakaria Abulsalam او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم پر هغه څه چې تاسو يې خورئ او پر هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ |