Quran with Pushto translation - Surah Al-hadid ayat 20 - الحدِيد - Page - Juz 27
﴿ٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَا لَعِبٞ وَلَهۡوٞ وَزِينَةٞ وَتَفَاخُرُۢ بَيۡنَكُمۡ وَتَكَاثُرٞ فِي ٱلۡأَمۡوَٰلِ وَٱلۡأَوۡلَٰدِۖ كَمَثَلِ غَيۡثٍ أَعۡجَبَ ٱلۡكُفَّارَ نَبَاتُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصۡفَرّٗا ثُمَّ يَكُونُ حُطَٰمٗاۖ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٞ شَدِيدٞ وَمَغۡفِرَةٞ مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٞۚ وَمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلۡغُرُورِ ﴾
[الحدِيد: 20]
﴿اعلموا أنما الحياة الدنيا لعب ولهو وزينة وتفاخر بينكم وتكاثر في الأموال﴾ [الحدِيد: 20]
Zakaria Abulsalam تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى |