Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 128 - الأنعَام - Page - Juz 8
﴿وَيَوۡمَ يَحۡشُرُهُمۡ جَمِيعٗا يَٰمَعۡشَرَ ٱلۡجِنِّ قَدِ ٱسۡتَكۡثَرۡتُم مِّنَ ٱلۡإِنسِۖ وَقَالَ أَوۡلِيَآؤُهُم مِّنَ ٱلۡإِنسِ رَبَّنَا ٱسۡتَمۡتَعَ بَعۡضُنَا بِبَعۡضٖ وَبَلَغۡنَآ أَجَلَنَا ٱلَّذِيٓ أَجَّلۡتَ لَنَاۚ قَالَ ٱلنَّارُ مَثۡوَىٰكُمۡ خَٰلِدِينَ فِيهَآ إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٞ ﴾
[الأنعَام: 128]
﴿ويوم يحشرهم جميعا يامعشر الجن قد استكثرتم من الإنس وقال أولياؤهم من﴾ [الأنعَام: 128]
Zakaria Abulsalam او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! تاسو له انسانانو څخه یقینًا ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، الله به (دوى ته) ووايي: ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى |