Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 138 - الأنعَام - Page - Juz 8
﴿وَقَالُواْ هَٰذِهِۦٓ أَنۡعَٰمٞ وَحَرۡثٌ حِجۡرٞ لَّا يَطۡعَمُهَآ إِلَّا مَن نَّشَآءُ بِزَعۡمِهِمۡ وَأَنۡعَٰمٌ حُرِّمَتۡ ظُهُورُهَا وَأَنۡعَٰمٞ لَّا يَذۡكُرُونَ ٱسۡمَ ٱللَّهِ عَلَيۡهَا ٱفۡتِرَآءً عَلَيۡهِۚ سَيَجۡزِيهِم بِمَا كَانُواْ يَفۡتَرُونَ ﴾
[الأنعَام: 138]
﴿وقالوا هذه أنعام وحرث حجر لا يطعمها إلا من نشاء بزعمهم وأنعام﴾ [الأنعَام: 138]
Zakaria Abulsalam او دوى وايي: دا ځینې څاروي او فصلونه دي، چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دي)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي،(او دا) په الله باندې د دروغو تپلو لپاره(كوي)، ضرور به الله دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول |