Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 148 - الأنعَام - Page - Juz 8
﴿سَيَقُولُ ٱلَّذِينَ أَشۡرَكُواْ لَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشۡرَكۡنَا وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمۡنَا مِن شَيۡءٖۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ حَتَّىٰ ذَاقُواْ بَأۡسَنَاۗ قُلۡ هَلۡ عِندَكُم مِّنۡ عِلۡمٖ فَتُخۡرِجُوهُ لَنَآۖ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنۡ أَنتُمۡ إِلَّا تَخۡرُصُونَ ﴾
[الأنعَام: 148]
﴿سيقول الذين أشركوا لو شاء الله ما أشركنا ولا آباؤنا ولا حرمنا﴾ [الأنعَام: 148]
Zakaria Abulsalam ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلوونكي یئ |