Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 60 - الأنعَام - Page - Juz 7
﴿وَهُوَ ٱلَّذِي يَتَوَفَّىٰكُم بِٱلَّيۡلِ وَيَعۡلَمُ مَا جَرَحۡتُم بِٱلنَّهَارِ ثُمَّ يَبۡعَثُكُمۡ فِيهِ لِيُقۡضَىٰٓ أَجَلٞ مُّسَمّٗىۖ ثُمَّ إِلَيۡهِ مَرۡجِعُكُمۡ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ﴾
[الأنعَام: 60]
﴿وهو الذي يتوفاكم بالليل ويعلم ما جرحتم بالنهار ثم يبعثكم فيه ليقضى﴾ [الأنعَام: 60]
Zakaria Abulsalam او دى همغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي (ويده كوي) او هغه پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول |