Quran with Pushto translation - Surah Al-An‘am ayat 93 - الأنعَام - Page - Juz 7
﴿وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمۡ يُوحَ إِلَيۡهِ شَيۡءٞ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثۡلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۗ وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِي غَمَرَٰتِ ٱلۡمَوۡتِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓاْ أَيۡدِيهِمۡ أَخۡرِجُوٓاْ أَنفُسَكُمُۖ ٱلۡيَوۡمَ تُجۡزَوۡنَ عَذَابَ ٱلۡهُونِ بِمَا كُنتُمۡ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيۡرَ ٱلۡحَقِّ وَكُنتُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِهِۦ تَسۡتَكۡبِرُونَ ﴾
[الأنعَام: 93]
﴿ومن أظلم ممن افترى على الله كذبا أو قال أوحي إلي ولم﴾ [الأنعَام: 93]
Zakaria Abulsalam او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي شوې ده ! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى ! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د ایتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه |