Quran with Pushto translation - Surah An-Nisa’ ayat 46 - النِّسَاء - Page - Juz 5
﴿مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعۡنَا وَعَصَيۡنَا وَٱسۡمَعۡ غَيۡرَ مُسۡمَعٖ وَرَٰعِنَا لَيَّۢا بِأَلۡسِنَتِهِمۡ وَطَعۡنٗا فِي ٱلدِّينِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ قَالُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَا وَٱسۡمَعۡ وَٱنظُرۡنَا لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَقۡوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفۡرِهِمۡ فَلَا يُؤۡمِنُونَ إِلَّا قَلِيلٗا ﴾
[النِّسَاء: 46]
﴿من الذين هادوا يحرفون الكلم عن مواضعه ويقولون سمعنا وعصينا واسمع غير﴾ [النِّسَاء: 46]
Zakaria Abulsalam او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، په دې حال کې چې تا ته دې اورول ونشي‘‘ او رَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن(او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر پر سبب پر دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق) |