القرآن باللغة البشتوية - سورة العاديات مترجمة إلى اللغة البشتوية، Surah Adiyat in Pushto. نوفر ترجمة دقيقة سورة العاديات باللغة البشتوية - Pushto, الآيات 11 - رقم السورة 100 - الصفحة 599.

| وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا (1) قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي |
| فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا (2) پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي |
| فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا (3) پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي |
| فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا (4) نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي |
| فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا (5) پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي |
| إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ (6) چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى |
| وَإِنَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ (7) او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى |
| وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ (8) او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى |
| ۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ (9) ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟ |
| وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ (10) او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي |
| إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ (11) بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔ |