وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ (1) قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي |
وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ (2) او په ورځ باندې كله چې روښانه شي |
وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ (3) او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي |
إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ (4) چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي |
فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَاتَّقَىٰ (5) نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي |
وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَىٰ (6) او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي |
فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَىٰ (7) نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو |
وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَىٰ (8) او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي |
وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَىٰ (9) او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي) |
فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَىٰ (10) نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو |
وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّىٰ (11) او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي |
إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰ (12) بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي |
وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَىٰ (13) او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى) |
فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّىٰ (14) نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي |
لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى (15) ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته |
الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ (16) هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى |
وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى (17) او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى |
الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّىٰ (18) هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي |
وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَىٰ (19) او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي |
إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَىٰ (20) مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى |
وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ (21) او خامخا ژر به دى راضي شي |