سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (1) د الله لپاره پاكې بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى |
هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا ۖ وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ (2) دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل۔ په اول وېستلو كې۔، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي۔، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه۔ او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه۔، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ |
وَلَوْلَا أَن كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ (3) او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى |
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَن يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (4) دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى |
مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ (5) د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي |
وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (6) او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى |
مَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنكُمْ ۚ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (7) هغه شى چې الله په خپل رسول باندې د كلیو له اوسېدونكو نه راګرځولى دى، نو (هغه) الله لره او (د الله) رسول لره دى او (او د رسول) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو اومسافرو لره دى، د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي۔ او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى |
لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ (8) (دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي۔، همدغه كسان رښتیني دي |
وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (9) او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى۔، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى۔ او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خیلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي |
وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ (10) او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې |
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (11) ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي۔، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو۔ او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي |
لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ (12) قسم دى كه دوى وویستل شي (نو) دوى به له دغو سره نه وځي او یقینًا كه دوى سره جنګ وكړى شي (نو) دوى به د هغو امداد نه كوي او خامخا كه دوى د هغوى مدد وكړي (، نو) ضرور (او) خامخا به دوى خپلې شاګانې (په تېښته) وګرځوي۔، بیا به د دوى مرسته نه كېږي |
لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ (13) خامخا تاسو (اى مومنانو!) د دوى په سینو (زړونو) كې د وېرې په لحاظ له الله نه زیات سخت یئ۔، دغه (وېره) په دې سبب ده چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي |
لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ (14) دوى به له تاسوسره ټول په ګډه جنګ ونه كړي مګر په كلابندو كلیو كې، یا د دیوالونو شا ته۔، د دوى په خپل مینځ كې جنګ ډېر سخت دى۔، ته به په دوى ګمان كوې چې سره یو (ملګري) دي، حال دا چې د دوى زړونه بېل بېل دي، دا په دې وجه چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې له عقل نه كار نه اخلي |
كَمَثَلِ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ۖ ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (15) (د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى |
كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (16) (د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم۔، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم |
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ (17) نو د دغو دواړو عاقبت (او انجام) دا دى چې بېشكه دوى دواړه په اور كې دي، چې په ده كې به تل ترتله وي او دغه د ظالمانو بدله ده |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (18) اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ |
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (19) او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل۔، همدغه كسان نافرمانه دي |
لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۚ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ (20) د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي۔، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي |
لَوْ أَنزَلْنَا هَٰذَا الْقُرْآنَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۚ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (21) كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي |
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۖ هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ (22) دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى۔، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى |
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (23) دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى۔، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي |
هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (24) هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي۔، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى۔ |