وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا (1) قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل |
وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا (2) او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل |
وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا (3) او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل |
فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا (4) پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل |
فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا (5) بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ |
يَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ (6) په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي |
تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ (7) په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې |
قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ (8) (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي |
أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ (9) د دغو سترګې به ښكته وي |
يَقُولُونَ أَإِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِي الْحَافِرَةِ (10) دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) |
أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً (11) ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو |
قَالُوا تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ (12) دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي |
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ (13) پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده |
فَإِذَا هُم بِالسَّاهِرَةِ (14) نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي |
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ (15) ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده |
إِذْ نَادَاهُ رَبُّهُ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى (16) كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ |
اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ (17) ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده |
فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰ أَن تَزَكَّىٰ (18) نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې |
وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ (19) او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې |
فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَىٰ (20) نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله |
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ (21) نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه |
ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ (22) بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ |
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ (23) نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ |
فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ (24) نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب) |
فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَىٰ (25) نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره |
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ (26) بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي |
أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا (27) ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى |
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا (28) د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى |
وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا (29) او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده |
وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا (30) او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده |
أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا (31) ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي |
وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا (32) او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي |
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ (33) ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره |
فَإِذَا جَاءَتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَىٰ (34) نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي |
يَوْمَ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ مَا سَعَىٰ (35) په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي |
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ (36) او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني |
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ (37) نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي |
وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (38) او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي |
فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَىٰ (39) نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده |
وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ (40) او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي |
فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَىٰ (41) نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده |
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا (42) (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي |
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَاهَا (43) ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې |
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَاهَا (44) خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده |
إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَاهَا (45) بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي |
كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا (46) ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت |