قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) یقینًا مومنان كامیاب شول |
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2) هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (3) او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (4) او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5) او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي |
إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (6) مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي |
فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (7) پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (8) او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ (9) او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي |
أُولَٰئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ (10) هم دغه خلق وارثان دي |
الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (11) هغه چې د فردوس وارثان كېږي به۔، دوى به په هغه كې همېشه وي |
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ (12) او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى |
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ (13) بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې |
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (14) بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله۔، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى |
ثُمَّ إِنَّكُم بَعْدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ (15) بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ |
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ (16) بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ |
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ (17) او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو له پاسه اوه لارې (اسمانونه) پیدا كړي دي او مونږ د مخلوق (له ټولو حالاتو) نه غافله نه یو |
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ (18) او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو |
فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِ جَنَّاتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَّكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (19) نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ |
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاءَ تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ (20) او هغه ونه (مو پیدا كړه) چې د طور سیناء نه راوځي؟ چې د خوړونكو لپاره د غوړو او انګولي سره زرغونېږي |
وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (21) او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي۔ او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ |
وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ (22) (دوى ته) ووایه: دا به هغه ذات راژوندي كوي چې دا يې اول ځلې پیدا كړي دي، او هغه په خپل مخلوق باندې ښه عالم دى |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ (23) ږلى و، نو هغه (ورته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ |
فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا هَٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ (24) نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو |
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّىٰ حِينٍ (25) نه دى دا (نوح) مګر داسې سړى چې په ده پورې لېونتوب نښتى دى، نو تاسو ده ته تر یو وخته انتظار كوئ |
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ (26) هغه وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زما تكذیب وكړ |
فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ۙ فَاسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۖ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۖ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ (27) نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي |
فَإِذَا اسْتَوَيْتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي نَجَّانَا مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (28) نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو |
وَقُل رَّبِّ أَنزِلْنِي مُنزَلًا مُّبَارَكًا وَأَنتَ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ (29) او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې |
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ (30) بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو |
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ (31) بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل |
فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ (32) نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ |
وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ (33) او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ |
وَلَئِنْ أَطَعْتُم بَشَرًا مِّثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ (34) او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ |
أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُم مُّخْرَجُونَ (35) ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (، نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟ |
۞ هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ (36) (له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي |
إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ (37) نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو |
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا وَمَا نَحْنُ لَهُ بِمُؤْمِنِينَ (38) دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو |
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ (39) هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم |
قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَّيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ (40) (الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي |
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنَاهُمْ غُثَاءً ۚ فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (41) نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى |
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قُرُونًا آخَرِينَ (42) بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل |
مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ (43) هېڅ یو امت د خپلې مقررې نېټې نه نه ړومبى كېدى شي او نه وروسته كېدى شي |
ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَىٰ ۖ كُلَّ مَا جَاءَ أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ ۚ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ ۚ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ (44) بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي |
ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ (45) بیا مونږ موسٰى او د هغه ورور هارون ولېږل په خپلو ایتونو (معجزو) او ښكاره دلیل سره |
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا عَالِينَ (46) فرعون او د هغه ډلې ته، نو هغوى ډېره لويي وكړه او هغوى یو متكبر قوم وو |
فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ (47) نو هغوى ویل: ایا مونږ به د خپل ځان په شان په دوه انسانانو باندې ایمان راوړو؟ حال دا چې د دې دواړو قوم زمونږ غلامان دي |
فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا مِنَ الْمُهْلَكِينَ (48) نو هغوى د دې دواړو تكذیب وكړ، نو شول له هلاك كړى شويو نه |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ (49) او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، د دې لپاره چې دوى (بني اسرائیل) نېغه لار ومومي |
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَىٰ رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ (50) او مونږ د مریمې زوى او د هغه مور (د خپل قدرت) لویه نښه ګرځولې وه۔ او مونږه دوى دواړه داسې هسكې (او نرمې څربې) ځمكې ته راوستل چې د قرار او پاكو صافو بهېدونكو اوبو والا وه |
يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ (51) اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم |
وَإِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ (52) او بېشكه دا ستاسو دین دى، په داسې حال كې چې یو دین دى او زه ستاسو رب یم، نو تاسو له ما نه وېرېږئ |
فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (53) نو دوى (امتیانو) خپل (د دین) كار په خپل مينځ كې ټوټې ټوټې پرې كړ، هر یو حزب (ډله) په هغه (باطل دین) باندې چې له دوى سره دى، ډېر خوشحال دي |
فَذَرْهُمْ فِي غَمْرَتِهِمْ حَتَّىٰ حِينٍ (54) نو ته دوى تر یو وخته پورې په خپلې ګمراهۍ كې پرېږده |
أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِ مِن مَّالٍ وَبَنِينَ (55) ایا دوى ګمان كوي چې بېشكه له مال او زامنو ځنې چې په څه سره مونږ د دوى مدد كوو |
نُسَارِعُ لَهُمْ فِي الْخَيْرَاتِ ۚ بَل لَّا يَشْعُرُونَ (56) چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي |
إِنَّ الَّذِينَ هُم مِّنْ خَشْيَةِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ (57) بېشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب (د عذاب) له ډاره وېرېدونكي دي |
وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ (58) او هغه كسان چې دوى د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي |
وَالَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ (59) او هغه كسان چې دوى له خپل رب سره شرك نه كوي |
وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60) او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي |
أُولَٰئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ (61) دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي |
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنطِقُ بِالْحَقِّ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (62) مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي |
بَلْ قُلُوبُهُمْ فِي غَمْرَةٍ مِّنْ هَٰذَا وَلَهُمْ أَعْمَالٌ مِّن دُونِ ذَٰلِكَ هُمْ لَهَا عَامِلُونَ (63) بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي |
حَتَّىٰ إِذَا أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِم بِالْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْأَرُونَ (64) تر هغه پورې چې كله مونږ د دوى متكبره مالداران په عذاب سره ونیسو (، نو) ناڅاپه دوى (بیا) فریاد كوي |
لَا تَجْأَرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ (65) نن ورځ فریاد مه كوئ، بېشكه تاسو سره به زمونږ له جانبه مدد ونه كړى شي |
قَدْ كَانَتْ آيَاتِي تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ تَنكِصُونَ (66) یقینًا زما ایتونه به په تاسو تلاوت كولى شول، نو تاسو به په خپلو پوندو بېرته ګرځېدئ |
مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ سَامِرًا تَهْجُرُونَ (67) په دې حال كې چې كبر كوونكي به وئ په دې (قرآن، محمد یا كعبې) سره، چې د شپې قصې كوونكي به وئ، تاسو به (قرآن) پرېښوده |
أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءَهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءَهُمُ الْأَوَّلِينَ (68) ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو |
أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ (69) یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي |
أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ ۚ بَلْ جَاءَهُم بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ (70) ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي |
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ (71) او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي |
أَمْ تَسْأَلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ (72) ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى |
وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (73) او بېشكه ته یقینًا دوى نېغې لارې ته بلې |
وَإِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنَاكِبُونَ (74) او بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي له سمې لارې نه خامخا كاږه دي |
۞ وَلَوْ رَحِمْنَاهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِم مِّن ضُرٍّ لَّلَجُّوا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ (75) او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو |
وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ (76) او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه |
حَتَّىٰ إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ (77) تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو |
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۚ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ (78) او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ |
وَهُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (79) او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ |
وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (80) او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ |
بَلْ قَالُوا مِثْلَ مَا قَالَ الْأَوَّلُونَ (81) بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه |
قَالُوا أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ (82) هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو |
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا هَٰذَا مِن قَبْلُ إِنْ هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (83) (بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي |
قُل لِّمَنِ الْأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (84) ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ |
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ (85) دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ |
قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ (86) ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟ |
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ (87) دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ |
قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (88) ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ |
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ فَأَنَّىٰ تُسْحَرُونَ (89) خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟ |
بَلْ أَتَيْنَاهُم بِالْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (90) بلكې مونږ دوى ته حق راوړى دى او بېشكه دوى خامخا دروغجنان دي |
مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَٰهٍ ۚ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ (91) الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي |
عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ (92) چې په غیبو او ښكاره و عالم دى، نو ډېر اوچت دى هغه له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي |
قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّي مَا يُوعَدُونَ (93) (اى نبي!) ته ووایه: اى زما ربه! كه چېرې خامخا ته ما ته هغه (عذاب) وښیې چې له دوى سره يې وعده كولى شي |
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِي فِي الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (94) اى زما ربه! نو ته ما په ظالم قوم كې مه شاملوه |
وَإِنَّا عَلَىٰ أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَادِرُونَ (95) او بېشكه مونږ خامخا قادر یو په دې چې تا ته هغه (عذاب) وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو |
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ ۚ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ (96) (اى نبي!) ته بدي دفع (لرې) كوه په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي، مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې بیانوي |
وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ (97) او ته ووایه: اى زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه |
وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ (98) او زه په تا پورې پناه نیسم اى زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي |
حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ (99) تر هغه پورې چې په دوى كې یو كس ته مرګ راشي (، نو بیا) به وايي: اى زما ربه! ته ما بېرته وګرځوه |
لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ (100) د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي |
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ (101) نوكله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، نو نه به وي د دوى په مینځ كې هېڅ (فايده مند) نسبونه په دغې ورځ كې او نه به دوى له یو بل نه پوښتنه كوي |
فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (102) نو هغه څوك چې، د هغه تلې درنې شوې، نو همدغه خلق كامیاب دي |
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ (103) او هغه څوك چې، د هغه تلې سپكې شوې، نو دغه هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، په دوزخ كې به تل پراته وي |
تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ (104) اور به د دوى مخونه سوځوي او دوى به په دغه (جهنم) كې بدمخي غونج تندي وي |
أَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ (105) ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه |
قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ (106) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وو |
رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ (107) اى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه مونږ بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا مونږ ظالمان یو |
قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ (108) وبه فرمايي: ذلیله خوار پراته اوسئ په ده كې او زما سره خبرې مه كوئ |
إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (109) بېشكه شان دا دى چې زما په بنده ګانو كې یوه ډله وه چې ویل به يې: اى زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې |
فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّىٰ أَنسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ (110) نو تاسو به هغوى مسخره كړى شوي نیول، تر دې چې دوى له تاسو نه زما یاد (هم) هېر كړ او تاسو به پر هغوى پورې خندل |
إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ (111) بېشكه زه چې یم، ما نن ورځ هغوى ته بدله وركړه، په سبب د هغه چې هغوى صبر كړى و، بېشكه هم هغوى كامیاب دي |
قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ (112) وبه وايي: تاسو په ځمكه كې د كلونو په شمېر څومره وخت تېر كړى دى؟ |
قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ (113) هغوى به ووايي: مونږ وخت تېر كړى دى یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه، نو له حسابګرو نه تپوس وكړه |
قَالَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا ۖ لَّوْ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (114) وبه فرمايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر (د اخرت د عذاب په مقابله كې) ډېر لږ، كه چېرې په رښتیا تاسو یئ چې پوهېږئ |
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (115) ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ |
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ (116) نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى |
وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ (117) او هغه څوك چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي |
وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (118) او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې |