لَا أُقْسِمُ بِهَٰذَا الْبَلَدِ (1) زه قسم خورم په دې ښار باندې |
وَأَنتَ حِلٌّ بِهَٰذَا الْبَلَدِ (2) په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې |
وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ (3) او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي |
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ (4) یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى |
أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ (5) ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي |
يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا (6) دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى |
أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُ أَحَدٌ (7) ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى |
أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ (8) ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي |
وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ (9) او یوه ژبه او دوه شونډي |
وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ (10) اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي |
فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ (11) نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ (12) او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ |
فَكُّ رَقَبَةٍ (13) خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي |
أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ (14) او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده |
يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ (15) یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي |
أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ (16) یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي |
ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ (17) بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي |
أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ (18) دغه كسان دښي اړخ والا دي |
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ (19) او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي |
عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ (20) په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي |