عَبَسَ وَتَوَلَّىٰ (1) ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه |
أَن جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ (2) په دې وجه چې ده ته ړوند راغى |
وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّىٰ (3) او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي |
أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَىٰ (4) یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي |
أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَىٰ (5) هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده |
فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّىٰ (6) نو ته په هغه پسې كېږې |
وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ (7) حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي |
وَأَمَّا مَن جَاءَكَ يَسْعَىٰ (8) او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي |
وَهُوَ يَخْشَىٰ (9) په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي |
فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ (10) نو ته له هغه نه مشغولېږې |
كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ (11) داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى |
فَمَن شَاءَ ذَكَرَهُ (12) نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني |
فِي صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ (13) (دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى |
مَّرْفُوعَةٍ مُّطَهَّرَةٍ (14) چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي |
بِأَيْدِي سَفَرَةٍ (15) د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې |
كِرَامٍ بَرَرَةٍ (16) چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي |
قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ (17) انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى |
مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ (18) دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ |
مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ (19) له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى |
ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ (20) بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده |
ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ (21) بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود |
ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنشَرَهُ (22) بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي |
كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ (23) داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى |
فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ (24) نو انسان دې خپل طعام ته وګوري |
أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا (25) چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول |
ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا (26) بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول |
فَأَنبَتْنَا فِيهَا حَبًّا (27) نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي |
وَعِنَبًا وَقَضْبًا (28) او انګور او تركاريانې |
وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا (29) او زیتون او كجورې |
وَحَدَائِقَ غُلْبًا (30) او ګڼ باغونه |
وَفَاكِهَةً وَأَبًّا (31) او مېوې او ګياه (واښه) |
مَّتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ (32) ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره |
فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ (33) نو كله چې سخت اواز راشي |
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ (34) په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي |
وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ (35) او له خپلې مور او خپل پلاره |
وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (36) او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه |
لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ (37) په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي |
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ (38) څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي |
ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ (39) خندېدونكي (او) خوشاله به وي |
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ (40) او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي |
تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ (41) دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي |
أُولَٰئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ (42) دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي |