حم (1) حا، ميم |
وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ (2) قسم دى په بیانوونكي كتاب |
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ ۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ (3) بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو |
فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ (4) په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي |
أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا ۚ إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ (5) زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ (د رسولانو) لېږونكي وو |
رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (6) ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى |
رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ (7) چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي۔، كه تاسو یقین كوونكي يئ |
لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ (8) نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي۔، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى |
بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ (9) بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي |
فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُّبِينٍ (10) پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي |
يَغْشَى النَّاسَ ۖ هَٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ (11) چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى |
رَّبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ (12) اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو |
أَنَّىٰ لَهُمُ الذِّكْرَىٰ وَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مُّبِينٌ (13) دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و |
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَّجْنُونٌ (14) بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل: (دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى |
إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا ۚ إِنَّكُمْ عَائِدُونَ (15) بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو۔، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ |
يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَىٰ إِنَّا مُنتَقِمُونَ (16) (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو |
۞ وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءَهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ (17) او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و۔ او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و |
أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ (18) چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم |
وَأَن لَّا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي آتِيكُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ (19) او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم |
وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَن تَرْجُمُونِ (20) او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ |
وَإِن لَّمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ (21) او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ |
فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَٰؤُلَاءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُونَ (22) بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى |
فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ (23) نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي |
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ۖ إِنَّهُمْ جُندٌ مُّغْرَقُونَ (24) او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر |
كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (25) دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې |
وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ (26) او فصلونه او ډېر د عزت ځاى |
وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ (27) او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو |
كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ (28) همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل |
فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ (29) نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو |
وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ (30) او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل |
مِن فِرْعَوْنَ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِّنَ الْمُسْرِفِينَ (31) له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و |
وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَىٰ عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (32) او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره (په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو) |
وَآتَيْنَاهُم مِّنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاءٌ مُّبِينٌ (33) او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و |
إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَيَقُولُونَ (34) بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي |
إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُنشَرِينَ (35) نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو |
فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (36) نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ |
أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ أَهْلَكْنَاهُمْ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ (37) ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو |
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ (38) او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو |
مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (39) مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره۔ او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي |
إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ (40) بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده |
يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ (41) هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي |
إِلَّا مَن رَّحِمَ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (42) لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى |
إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ (43) بېشكه د زقوم ونه |
طَعَامُ الْأَثِيمِ (44) د غټ ګناهګار خوراك دى |
كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ (45) د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي |
كَغَلْيِ الْحَمِيمِ (46) د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان |
خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَاءِ الْجَحِيمِ (47) تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ |
ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ (48) بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ |
ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ (49) (ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې |
إِنَّ هَٰذَا مَا كُنتُم بِهِ تَمْتَرُونَ (50) بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه |
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ (51) بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي |
فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (52) په جنتونو كې |
يَلْبَسُونَ مِن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَقَابِلِينَ (53) دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي |
كَذَٰلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ (54) همداسې به وي۔ او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو |
يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ (55) دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي |
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَىٰ ۖ وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (56) دوى به په دغو كې مرګ نه څكي۔ غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي |
فَضْلًا مِّن رَّبِّكَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (57) د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده |
فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (58) پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي |
فَارْتَقِبْ إِنَّهُم مُّرْتَقِبُونَ (59) نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي |