سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ (1) یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى |
لِّلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ (2) په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته |
مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ (3) د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى |
تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ (4) چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى |
فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا (5) نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر |
إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا (6) بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني |
وَنَرَاهُ قَرِيبًا (7) او مونږه دى ډېر نژدې وینو |
يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاءُ كَالْمُهْلِ (8) په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي |
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ (9) او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي |
وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا (10) او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي |
يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ (11) حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي |
وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ (12) او خپله ښځه او خپل ورور |
وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْوِيهِ (13) او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه |
وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ (14) او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي |
كَلَّا ۖ إِنَّهَا لَظَىٰ (15) كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى |
نَزَّاعَةً لِّلشَّوَىٰ (16) چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى |
تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ (17) دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي |
وَجَمَعَ فَأَوْعَىٰ (18) او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي |
۞ إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا (19) بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى |
إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا (20) كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي |
وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا (21) او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي |
إِلَّا الْمُصَلِّينَ (22) (خو) له لمونځ ګزارو نه غیر |
الَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ (23) هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي |
وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ (24) او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده |
لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (25) د سوالګر او محروم لپاره |
وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ (26) او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي |
وَالَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ (27) او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي |
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ (28) بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته |
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (29) او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي |
إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (30) مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي |
فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (31) نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي |
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (32) او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي |
وَالَّذِينَ هُم بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ (33) او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي |
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ (34) او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي |
أُولَٰئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ (35) دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي |
فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ (36) نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي |
عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ (37) له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې |
أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ (38) ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟ |
كَلَّا ۖ إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ (39) هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني |
فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ (40) نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو |
عَلَىٰ أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ (41) په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو |
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ (42) نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده |
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ (43) هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي |
خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (44) په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده |