وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ (1) قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الطَّارِقُ (2) او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ |
النَّجْمُ الثَّاقِبُ (3) ځلېدونكى ستورى دى |
إِن كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ (4) نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته |
فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ (5) نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ |
خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ (6) دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى |
يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ (7) چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي |
إِنَّهُ عَلَىٰ رَجْعِهِ لَقَادِرٌ (8) بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى |
يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (9) په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي |
فَمَا لَهُ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ (10) نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى |
وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الرَّجْعِ (11) قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى |
وَالْأَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ (12) او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده |
إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ (13) بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده |
وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ (14) او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده |
إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا (15) بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول |
وَأَكِيدُ كَيْدًا (16) او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول |
فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا (17) نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه |