لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ (1) زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم |
وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ (2) او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم |
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُ (3) ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو |
بَلَىٰ قَادِرِينَ عَلَىٰ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ (4) ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو |
بَلْ يُرِيدُ الْإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ (5) بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي |
يَسْأَلُ أَيَّانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ (6) دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟ |
فَإِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ (7) نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي |
وَخَسَفَ الْقَمَرُ (8) او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي |
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ (9) او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي |
يَقُولُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ (10) نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟ |
كَلَّا لَا وَزَرَ (11) هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته |
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمُسْتَقَرُّ (12) په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى |
يُنَبَّأُ الْإِنسَانُ يَوْمَئِذٍ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ (13) په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي |
بَلِ الْإِنسَانُ عَلَىٰ نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ (14) بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى |
وَلَوْ أَلْقَىٰ مَعَاذِيرَهُ (15) اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي |
لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ (16) (اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې |
إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ (17) بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي |
فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ (18) نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه |
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُ (19) بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي |
كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ (20) هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ |
وَتَذَرُونَ الْآخِرَةَ (21) او تاسو اخرت پرېږدئ |
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ (22) په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي |
إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ (23) خپل رب ته به كتونكي وي |
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ بَاسِرَةٌ (24) او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي |
تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ (25) یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي |
كَلَّا إِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِيَ (26) داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي |
وَقِيلَ مَنْ ۜ رَاقٍ (27) او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟ |
وَظَنَّ أَنَّهُ الْفِرَاقُ (28) او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى |
وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ (29) او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي |
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ (30) ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي |
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ (31) پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ |
وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ (32) او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه |
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰ أَهْلِهِ يَتَمَطَّىٰ (33) بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه |
أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ (34) تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي |
ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ (35) بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي |
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى (36) ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي |
أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمْنَىٰ (37) ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي |
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ (38) بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ |
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ (39) نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه |
أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ (40) ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟ |