وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ (1) (په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى |
الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ (2) هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي |
وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ (3) او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي |
أَلَا يَظُنُّ أُولَٰئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ (4) ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي |
لِيَوْمٍ عَظِيمٍ (5) په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره) |
يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (6) هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي |
كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ (7) هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا سِجِّينٌ (8) او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى |
كِتَابٌ مَّرْقُومٌ (9) یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى |
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ (10) په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى |
الَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ (11) هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي |
وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ (12) او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار |
إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (13) كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي |
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ (14) داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول |
كَلَّا إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ (15) داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي |
ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُو الْجَحِيمِ (16) بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي |
ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ (17) بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه |
كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ (18) داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا عِلِّيُّونَ (19) او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى |
كِتَابٌ مَّرْقُومٌ (20) یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى |
يَشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُونَ (21) چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي |
إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ (22) بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي |
عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ (23) دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به |
تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ (24) (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې |
يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ (25) په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي |
خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ (26) چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي |
وَمِزَاجُهُ مِن تَسْنِيمٍ (27) د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى |
عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ (28) چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي |
إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (29) بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و |
وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ (30) او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل |
وَإِذَا انقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمُ انقَلَبُوا فَكِهِينَ (31) او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل |
وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَضَالُّونَ (32) او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي |
وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ (33) حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي |
فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ (34) نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي |
عَلَى الْأَرَائِكِ يَنظُرُونَ (35) په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به |
هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (36) یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول |