وَالصَّافَّاتِ صَفًّا (1) قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول |
فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا (2) بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل |
فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا (3) بیا د ذكر په لوستونكو باندې |
إِنَّ إِلَٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ (4) چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى |
رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ (5) چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى |
إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ (6) بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي |
وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَانٍ مَّارِدٍ (7) او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى |
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ (8) دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي |
دُحُورًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ (9) د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى |
إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ (10) غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې |
فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا ۚ إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍ (11) نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي |
بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ (12) بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي |
وَإِذَا ذُكِّرُوا لَا يَذْكُرُونَ (13) او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي |
وَإِذَا رَأَوْا آيَةً يَسْتَسْخِرُونَ (14) او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي |
وَقَالُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ (15) او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو |
أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ (16) ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ |
أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ (17) او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ |
قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَاخِرُونَ (18) ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ |
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ (19) پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري |
وَقَالُوا يَا وَيْلَنَا هَٰذَا يَوْمُ الدِّينِ (20) او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده |
هَٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ (21) دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه |
۞ احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ (22) (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه |
مِن دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ (23) له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ |
وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ (24) او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي |
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ (25) په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ |
بَلْ هُمُ الْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ (26) بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي |
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ (27) او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي |
قَالُوا إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ الْيَمِينِ (28) وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ |
قَالُوا بَل لَّمْ تَكُونُوا مُؤْمِنِينَ (29) وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ |
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ ۖ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًا طَاغِينَ (30) او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ |
فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَا ۖ إِنَّا لَذَائِقُونَ (31) نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو |
فَأَغْوَيْنَاكُمْ إِنَّا كُنَّا غَاوِينَ (32) نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو |
فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ (33) پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي |
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ (34) بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو |
إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ (35) بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه |
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ (36) او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو |
بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ (37) (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى |
إِنَّكُمْ لَذَائِقُو الْعَذَابِ الْأَلِيمِ (38) بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ |
وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (39) او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول |
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (40) لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان |
أُولَٰئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ (41) دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده |
فَوَاكِهُ ۖ وَهُم مُّكْرَمُونَ (42) چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي |
فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ (43) د نعمتونو په باغونو كې |
عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (44) (چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ |
يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ (45) په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي |
بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ (46) چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي |
لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ (47) نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي |
وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (48) او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي |
كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ (49) ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي |
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ (50) نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي |
قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ (51) په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و |
يَقُولُ أَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِينَ (52) ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟ |
أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِينُونَ (53) ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي |
قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ (54) وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟ |
فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ (55) نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني |
قَالَ تَاللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرْدِينِ (56) وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې |
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ (57) او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم |
أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ (58) ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو |
إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ (59) زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو |
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (60) بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى |
لِمِثْلِ هَٰذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ (61) د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي |
أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ (62) ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه |
إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِّلظَّالِمِينَ (63) بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده |
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ (64) بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي |
طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ (65) د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي |
فَإِنَّهُمْ لَآكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ (66) پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي |
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِيمٍ (67) بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي |
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى الْجَحِيمِ (68) بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي |
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّينَ (69) بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي |
فَهُمْ عَلَىٰ آثَارِهِمْ يُهْرَعُونَ (70) نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي |
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ الْأَوَّلِينَ (71) او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ (72) او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو |
فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ (73) نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟ |
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (74) لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي) |
وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ (75) او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو |
وَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ (76) او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ |
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ (77) او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله |
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ (78) او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله |
سَلَامٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ (79) په عالمونو كې دې په نوح سلام وي |
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (80) بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو |
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ (81) بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و |
ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ (82) بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل |
۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ (83) او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى |
إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (84) (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى |
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَاذَا تَعْبُدُونَ (85) كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟ |
أَئِفْكًا آلِهَةً دُونَ اللَّهِ تُرِيدُونَ (86) ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟ |
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ (87) نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى |
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ (88) نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر |
فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ (89) نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم |
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِينَ (90) نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو |
فَرَاغَ إِلَىٰ آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ (91) نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟ |
مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ (92) په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟ |
فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًا بِالْيَمِينِ (93) نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و |
فَأَقْبَلُوا إِلَيْهِ يَزِفُّونَ (94) نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې |
قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ (95) ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ |
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ (96) ‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي |
قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ (97) دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ |
فَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَسْفَلِينَ (98) نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل |
وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ (99) او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي |
رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ (100) اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي |
فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ (101) نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ |
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَىٰ ۚ قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (102) نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې |
فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ (103) نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه |
وَنَادَيْنَاهُ أَن يَا إِبْرَاهِيمُ (104) او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه |
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا ۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو |
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ (106) بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و |
وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ (107) او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو |
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ (108) او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې |
سَلَامٌ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ (109) دا چې سلام دې وي په ابراهیم |
كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (110) نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو |
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ (111) بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى |
وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ (112) او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه |
وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِينٌ (113) او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى |
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ (114) او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ |
وَنَجَّيْنَاهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ (115) او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ |
وَنَصَرْنَاهُمْ فَكَانُوا هُمُ الْغَالِبِينَ (116) او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول |
وَآتَيْنَاهُمَا الْكِتَابَ الْمُسْتَبِينَ (117) او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و |
وَهَدَيْنَاهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (118) او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه |
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِي الْآخِرِينَ (119) او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده |
سَلَامٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَارُونَ (120) دا چې سلام دي وي په موسي او هارون |
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (121) بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو |
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ (122) بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي |
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (123) او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى |
إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَلَا تَتَّقُونَ (124) (یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ |
أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ (125) ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ |
اللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ (126) چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى |
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ (127) نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي |
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (128) د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ) |
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ (129) او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې |
سَلَامٌ عَلَىٰ إِلْ يَاسِينَ (130) چې په الیاسین دې سلام وي |
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (131) بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو |
إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِينَ (132) بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى |
وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِينَ (133) او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى |
إِذْ نَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِينَ (134) (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ |
إِلَّا عَجُوزًا فِي الْغَابِرِينَ (135) غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه |
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ (136) بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل |
وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ (137) او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ |
وَبِاللَّيْلِ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (138) او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ |
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (139) او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى |
إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (140) (یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده |
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ (141) نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې |
فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ (142) نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و |
فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ (143) نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و |
لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ (144) (نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي |
۞ فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ (145) نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و |
وَأَنبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ (146) او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه |
وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَىٰ مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ (147) او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو |
فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَىٰ حِينٍ (148) نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه |
فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ (149) نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟ |
أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِكَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ (150) یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو |
أَلَا إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ (151) خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي |
وَلَدَ اللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (152) الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي |
أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِينَ (153) ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې |
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ (154) په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟ |
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ (155) ایا تاسو نصیحت نه اخلئ |
أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُّبِينٌ (156) ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟ |
فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (157) نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ |
وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ۚ وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ (158) او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي |
سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ (159) الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي |
إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (160) لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي) |
فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ (161) پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ |
مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَاتِنِينَ (162) نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا) |
إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِيمِ (163) غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى |
وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ (164) او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى |
وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ (165) او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو |
وَإِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ (166) او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو |
وَإِن كَانُوا لَيَقُولُونَ (167) او بېشكه چې خامخا دوى به ویل |
لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْأَوَّلِينَ (168) كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى |
لَكُنَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ (169) (نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو |
فَكَفَرُوا بِهِ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (170) نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي |
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده |
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ (172) چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي |
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (173) او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي |
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ (174) نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې |
وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ (175) او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني |
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ (176) ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي |
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنذَرِينَ (177) نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي |
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ (178) او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې |
وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ (179) او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني |
سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ (180) ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي |
وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ (181) او سلام دې وي په رسولانو باندې |
وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (182) او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى |