حم (1) حا، ميم |
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (2) د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى |
غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ (3) د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتله دي |
مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ (4) د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي |
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِن بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ (5) له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم (او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟ |
وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ (6) او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي |
الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (7) (له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته |
رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (8) اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې |
وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ ۚ وَمَن تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (9) او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى الْإِيمَانِ فَتَكْفُرُونَ (10) بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى ته به (په دوزخ كې) اواز وكړى شي: يقينًا (تاسو ته) د الله غصه كېدل ډېر لوى وو ستاسو خپلو ځانونو ته له غصه كېدلو نه، كله چې به تاسو ایمان ته بللى شوئ، نو تاسو به كفر كاوه |
قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِّن سَبِيلٍ (11) (نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟ |
ذَٰلِكُم بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ ۖ وَإِن يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا ۚ فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ (12) دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو (نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى |
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمْ آيَاتِهِ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ السَّمَاءِ رِزْقًا ۚ وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ (13) دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې (حق ته) رجوع كوي |
فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (14) نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي |
رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ لِيُنذِرَ يَوْمَ التَّلَاقِ (15) (دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه (بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي |
يَوْمَ هُم بَارِزُونَ ۖ لَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ ۚ لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ (16) له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى |
الْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۚ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ (17) نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى |
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ كَاظِمِينَ ۚ مَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ (18) او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي |
يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ (19) هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي) |
وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (20) او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى |
۞ أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِن وَاقٍ (21) ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو (او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و |
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَكَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ (22) دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله دوى ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ (23) او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و |
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ (24) فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى |
فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ (25) نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې |
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ (26) او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه (دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي |
وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ (27) او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري |
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُم بِالْبَيِّنَاتِ مِن رَّبِّكُمْ ۖ وَإِن يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ ۖ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ (28) او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي (نو بیا خو به) تاسو ته د هغه (عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دا يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي |
يَا قَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ظَاهِرِينَ فِي الْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِن بَأْسِ اللَّهِ إِن جَاءَنَا ۚ قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَىٰ وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ (29) اى زما قومه! نن ورځ ستاسو بادشاهي ده، په داسې حال كې چې په ځمكه كې غالب يئ، نو مونږ به د الله له عذاب نه څوك بچ كوي كه هغه پر مونږ راشي؟ فرعون وویل: زه تاسو ته نه ښیم مګر هغه خبره چې زه يې وینم او زه تاسو ته ښودنه نه كوم مګر د سمې درستې لارې |
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ الْأَحْزَابِ (30) او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم |
مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِن بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ (31) د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي |
وَيَا قَوْمِ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ التَّنَادِ (32) او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم |
يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (33) هغه ورځ چې تاسو به وګرځئ شا اړوونكي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه وي. او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك هدایت وركوونكى نشته |
وَلَقَدْ جَاءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِي شَكٍّ مِّمَّا جَاءَكُم بِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ اللَّهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ (34) او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو ته هغه راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر هغه پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه چا لره چې هغه له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى |
الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۖ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ وَعِندَ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ (35) هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر (جز د) زړه باندې مهر لګوي |
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَّعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ (36) او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم |
أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا ۚ وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ ۚ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ (37) داسمانونو لارو ته، بیا د موسٰى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې |
وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ (38) او هغه كس چې ایمان يې راوړى و، وویل: اى زما قومه! تاسو زما پیروي وكړئ چې زه تاسو ته د هدایت لاره وښیم |
يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ (39) اى زما قومه! بېشكه همدا خبره ده چې دغه دنيايي ژوند خو لږه فايده ده او یقینًا اخرت چې دى، هم هغه د قرار كور دى |
مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا ۖ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ (40) هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي |
۞ وَيَا قَوْمِ مَا لِي أَدْعُوكُمْ إِلَى النَّجَاةِ وَتَدْعُونَنِي إِلَى النَّارِ (41) او اى زما قومه! په ما څه چل دى چې زه تاسو نجات (او خلاصي) ته راغواړم او تاسو ما اور ته رابلئ |
تَدْعُونَنِي لِأَكْفُرَ بِاللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَأَنَا أَدْعُوكُمْ إِلَى الْعَزِيزِ الْغَفَّارِ (42) تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم |
لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِي إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِي الدُّنْيَا وَلَا فِي الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ (43) حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما (د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي |
فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ (44) پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى |
فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ (45) نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل |
النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا ۖ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ (46) (د دوزخ) اور (چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كاوه شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ |
وَإِذْ يَتَحَاجُّونَ فِي النَّارِ فَيَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِّنَ النَّارِ (47) او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه: بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه له اور ځنې څه برخه لرې كوونكي يئ؟ |
قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُلٌّ فِيهَا إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ الْعِبَادِ (48) هغه كسان به (په جواب كې) ووايي چې تكبر يې كړى و: بېشكه مونږ ټول په دغه (دوزخ) كې یو، بېشكه الله د بنده ګانو په مينځ كې فیصله كړې ده |
وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ (49) او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي |
قَالُوا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۚ قَالُوا فَادْعُوا ۗ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ (50) دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې |
إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (51) بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي |
يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ ۖ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ (52) په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْهُدَىٰ وَأَوْرَثْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ (53) او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ |
هُدًى وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ (54) په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و |
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ (55) نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه |
إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۙ إِن فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَالِغِيهِ ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (56) بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى |
لَخَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (57) یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي |
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ ۚ قَلِيلًا مَّا تَتَذَكَّرُونَ (58) او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ |
إِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ (59) بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، په ده كې هېڅ شك نشته. او لېكن د خلقو اكثریت ایمان نه راوړي |
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ (60) او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي |
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ (61) الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې ارام حاصل كړئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر فضل كولو والا دى او لېكن د خلقو اكثریت شكر نه وباسي |
ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ لَّا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ (62) دغه الله ستاسو رب دى چې د هر شي پیدا كوونكى دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر همدى دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ |
كَذَٰلِكَ يُؤْفَكُ الَّذِينَ كَانُوا بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ (63) همداسې به (له حق نه) ګرځولى كېدل هغه كسان چې د الله له ایتونو نه به يې انكار كاوه |
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (64) الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى |
هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (65) هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي |
۞ قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَمَّا جَاءَنِيَ الْبَيِّنَاتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ (66) ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زه له دې نه منع كړى شوى یم چې د هغو (معبودانو) عبادت وكړم چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، كله چې ما ته زما د رب له جانبه ښكاره دلیلونه راغلل او ما ته حكم شوى دى چې زه رب العالمین ته تسلیم شم |
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا شُيُوخًا ۚ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبْلُ ۖ وَلِتَبْلُغُوا أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (67) دى همغه ذات دى چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا يې له نطفې نه، بیا يې د وینې له ټوټې نه: بیا هغه تاسو راوباسي، په داسې حال كې چې واړه (ماشومان) يئ، بیا (هغه ستاسو تربیت كوي)، د دې لپاره چې تاسو خپل قوت (او ځوانۍ) ته ورسېږئ، بیا (مو ژوندي ساتي) د دې لپاره چې زاړه (بوډاګان) شئ، او ځینې په تاسو كې هغه دي چې له دغه (وخت) نه مخكې وفات كولى شي. او (تاسو ساتي) د دې لپاره چې تاسو مقررې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ |
هُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ (68) دى همغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، نو كله چې د یو كار (د ایجاد) فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: موجود شه! نو هغه موجود شي |
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّىٰ يُصْرَفُونَ (69) ایا تا هغه كسان نه دي لیدلي چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، كوم طرف ته دوى ګرځولى شي؟ |
الَّذِينَ كَذَّبُوا بِالْكِتَابِ وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (70) هغه كسان چې تكذیب كوي د كتابونو او د هغه څه چې په هغو سره مونږ خپل رسولان لېږلي وو، پس ژر به دوى پوه شي |
إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ (71) كله چې به د دوى په غاړو كې طوقونه او ځنځیرونه وي، چې دوى به راښكلى كېږي |
فِي الْحَمِيمِ ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ (72) په ډېرو ګرمو اوبو كې، بیا به دوى (د دوزخ) په اور كې سوځولى شي |
ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تُشْرِكُونَ (73) بیا به دوى ته ویلى شي چې چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به شریكول |
مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُو مِن قَبْلُ شَيْئًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ الْكَافِرِينَ (74) له الله نه غیر؟ دوى به ووايي: هغه زمونږ نه ورك شول، بلكې مونږ له دې نه مخكې هېڅ شى نه باله، همداسې الله كافرانو لره ګمراه كوي |
ذَٰلِكُم بِمَا كُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَمْرَحُونَ (75) دغه په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه خوشحالي (اولويي) كوله او په سبب د هغه چې تاسو به تكبر كاوه |
ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ (76) تاسو د جهنم په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال چې په دغه (جهنم) كې به همېشه يئ، نو د متكبرینو استوګنځى بد دى |
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۚ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ (77) نو ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو كه خامخا مونږ تا ته ځینې د هغه (عذاب) وښیو چې مونږ يې دوى ته وعده وركوو، یا مونږ تا وفات كړو، نو هم مونږ ته به دوى بېرته راوستلى شي |
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ (78) او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي |
اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ (79) الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې څاروي پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو په دوى كې په ځینو سورلي كوئ او په دوى كې ځینې تاسو خورئ |
وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوا عَلَيْهَا حَاجَةً فِي صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ (80) او تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې ډېرې نفعې دي او د دې لپاره چې تاسو په دوى سره هغه حاجت ته ورسېږئ چې ستاسو په سینو كې دى، او په دغو باندې او په كشتیو باندې تاسو سورول كېږئ |
وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَأَيَّ آيَاتِ اللَّهِ تُنكِرُونَ (81) او هغه (الله) تاسو ته خپلې نښې ښیي، نو تاسو د الله له كومو نښو نه انكار كوئ؟ |
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ (82) ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل |
فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ (83) نو كله چې دوى ته د دوى پېغمبران په ښكاره دلیلونو سره راغلل، (نو) دوى به په هغه علم خوشالي (او لويي) شروع كړه چې له دوى سره و، او ګېرچاپېره به شو هغه څه چې دوى به په هغه پورې استهزاء كولې |
فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ (84) نو كله چې به دوى زمونږ عذاب ولیده، دوى به وویل: مونږ په الله ایمان راوړى دى چې ایكي يواځې دى، او مونږ كافران شولو په هغه څیز چې مونږ به د هغه په سبب مشركان وو |
فَلَمْ يَكُ يَنفَعُهُمْ إِيمَانُهُمْ لَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا ۖ سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ ۖ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكَافِرُونَ (85) نو دغه (كار داسې) نه و چې دوى ته د دوى ایمان راوړل نفع وركړې وي كله چې دوى زمونږ عذاب ولیده، (دا) ده ايښې طريقه د الله هغه طریقه چې د هغه په بنده ګانو كې تېره شوې ده او په دغه ځاى (او وخت) كې كافران تاوانیان شول |