يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ ۖ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا (1) اى نبي! (دوى ته ووایه) كله چې تاسو (خپلې) ښځې طلاقول غواړئ، نو دوى په خپل (مناسب) وخت د عدت كې طلاقې كړئ او عدت وشمېرئ او له خپل رب الله نه ووېرېږئ۔ (او) تاسو دغه (خپلې ښځې) د دوى له كورونو نه مه وباسئ او دوى دې (پخپله) هم نه وځي مګر په دې حال كې چې دوى ښكاره بې حیايي وكړي۔ او دغه د الله حدونه دي او هر څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو یقینًا ده په خپل ځان ظلم وكړ، (اى طلاق وركوونكیه!) ته نه پوهېږي، كېدى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي |
فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا (2) نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ۔ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ۔، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي |
وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (3) او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى۔، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده |
وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ ۚ وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (4) او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي۔ كه چېرې تاسو شك وكړئ۔، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي۔ او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي |
ذَٰلِكَ أَمْرُ اللَّهِ أَنزَلَهُ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا (5) دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى۔ او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي |
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ (6) تاسو دغه ښځې (په عدت كې) د خپل طاقت سره سم د هغه ځاى په څه حصه كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ۔ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ۔ او كه چېرې دغه (ښځې) امېدوارې (حامله) وي، بیا نو تاسو په دوى باندې خرچه كوئ تر هغه پورې چې دوى خپل حمل وزېږوي۔، نو كه دوى ستاسو (اولاد) لپاره تى وركړي، نو تاسو دوى ته د دوى مزدوري وركړئ او تاسو په خپل مینځ كې په ښې طریقې سره یو له بله سره مشوره كوئ۔ او كه تاسو یو له بل سره سختي وكړئ، نو ده (اولاد) ته به عنقریب بله ښځه تى وركړي |
لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ ۖ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا ۚ سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا (7) د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى۔، الله هېڅ یونفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى۔، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي |
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُّكْرًا (8) او ډېر كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له حكم نه يې سركشي كړې وه، نو مونږ له هغوى سره حساب وكړ، ډېر سخت حساب كول۔ او مونږ هغوى ته عذاب وركړ ډېر ناكاره عذاب وركول |
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا (9) نو هغوى د خپل كار سزا وڅكله او د دوى د كار انجام زیان (او تاوان) شو |
أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًا (10) الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى۔، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ اى د خالصو عقلونو خاوندانو، هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، یقینًا الله تاسو ته ذكر (قرآن) نازل كړى دى |
رَّسُولًا يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ مُبَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ قَدْ أَحْسَنَ اللَّهُ لَهُ رِزْقًا (11) (او) رسول (يې رالېږلى دى) چې تاسو ته د الله ایتونه لولي، چې ښه څرګندوونكي دي، د دې لپاره چې دغه (الله) هغو كسانو لره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، له تیارو نه رڼا ته وباسي۔ او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (نو) دى به دغه كس داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي۔، یقینًا الله د ده لپاره رزق ډېر ښه كړى دى |
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا (12) الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل۔، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى |