هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ (1) ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟ |
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ (2) څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي |
عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ (3) سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي |
تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةً (4) ډېر ګرم اور ته به ننوځي |
تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ (5) په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي |
لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ (6) د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه |
لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ (7) چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي |
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ (8) څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي |
لِّسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ (9) په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي |
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ (10) په اوچت جنت كې به وي |
لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً (11) دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري |
فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ (12) په دغه (جنت) كې روانه چینه ده |
فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ (13) په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي |
وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ (14) او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي |
وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ (15) او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي |
وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ (16) او غوړول شوي اعلی فرشونه دي |
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ (17) ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟ |
وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ (18) او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟ |
وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ (19) او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟ |
وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ (20) او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟ |
فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ (21) نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې |
لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (22) ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې |
إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ (23) مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي |
فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ (24) نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب |
إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ (25) بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى |
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم (26) بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى |