حم (1) حٰمٓ |
عسق (2) عٓسٓقٓ |
كَذَٰلِكَ يُوحِي إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (3) (له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى |
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (4) خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى |
تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ ۚ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (5) اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى |
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ (6) او هغه كسان چې له ده نه غیر يې نور كارسازان نیولي دي، الله په دوى ښه نګران دى۔ او ته په دوى باندې هېڅ ذمه وار نه يې |
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ (7) او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي |
وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِن يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (8) او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار |
أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۖ فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ وَهُوَ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (9) ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى۔ او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى |
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (10) او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم |
فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا ۖ يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ ۚ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (11) (دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى |
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (12) خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى |
۞ شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ ۚ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ۚ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ (13) هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي |
وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى لَّقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِن بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ (14) او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي |
فَلِذَٰلِكَ فَادْعُ ۖ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ ۖ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ ۖ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۖ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ ۖ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ۖ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (15) نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه۔ او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم۔، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي۔ (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته۔، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي۔ او خاص همده ته بېرته ورتلل دي) |
وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ (16) او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى |
اللَّهُ الَّذِي أَنزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ ۗ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ (17) الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم۔ او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي |
يَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ ۗ أَلَا إِنَّ الَّذِينَ يُمَارُونَ فِي السَّاعَةِ لَفِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ (18) دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي |
اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ (19) الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى |
مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ ۖ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ (20) هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي |
أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (21) ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى |
تَرَى الظَّالِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي رَوْضَاتِ الْجَنَّاتِ ۖ لَهُم مَّا يَشَاءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ (22) ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى |
ذَٰلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۗ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَىٰ ۗ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ (23) دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى |
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ۖ فَإِن يَشَإِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ ۗ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (24) ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى |
وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ (25) او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ |
وَيَسْتَجِيبُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِ ۚ وَالْكَافِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ (26) او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى |
۞ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ (27) او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي۔ او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى |
وَهُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِن بَعْدِ مَا قَنَطُوا وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُ ۚ وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ (28) او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي۔ او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى |
وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ (29) او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځندهوو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي۔ او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى |
وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ (30) او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي |
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (31) او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار |
وَمِنْ آيَاتِهِ الْجَوَارِ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ (32) او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي |
إِن يَشَأْ يُسْكِنِ الرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهْرِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ (33) كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي |
أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍ (34) یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي |
وَيَعْلَمَ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ (35) او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته |
فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (36) پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي |
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (37) او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي |
وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (38) او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ انفاق كوي |
وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنتَصِرُونَ (39) او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى (له هغو نه) انتقام اخلي |
وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (40) او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي |
وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَٰئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ (41) او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو نه پس بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته |
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (42) بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى |
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (43) او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي |
وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن وَلِيٍّ مِّن بَعْدِهِ ۗ وَتَرَى الظَّالِمِينَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ (44) او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته۔ او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟ |
وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِيٍّ ۗ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُّقِيمٍ (45) او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي |
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَاءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن سَبِيلٍ (46) او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته |
اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ ۚ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ (47) تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته۔، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي |
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنسَانَ كَفُورٌ (48) نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي۔، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي۔ او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى |
لِّلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ يَهَبُ لِمَن يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَاءُ الذُّكُورَ (49) خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي |
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا ۖ وَيَجْعَلُ مَن يَشَاءُ عَقِيمًا ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ (50) یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى |
۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ (51) او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره۔، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى۔ |
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَٰكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَن نَّشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (52) او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله۔، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو۔ او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي |
صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ (53) د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي |